اسحاق ډار د سرپرست حکومت له لوړپوړو چارواکو سره ليدلي

April 19, 25 Bilal ahmad Meerani

د پاکستان بهرینو چارو وزیر کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې له افغان چارواکو سره جلا جلا ليدنې کړې دي.


نوموړي له ریيس الوزرا سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پر پياوړتيا ټينګار کړی او راتلونکي کې يې هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړپوړيو چارواکو ترمنځ پر لیدنو هوکړه کړې ده.


دواړو لوريو دغه راز د سوداګريزو، امنيتي او ترانزيتي اړيکو پر پياوړتيا هم خبرې کړي دي.


همدې حال کې بیا بهرنیو چارو وزارت ويلي، د دغه وزارت سرپرست له خپل پاکستاني سیال سره په لیدنه کې د افغان کډوالو پر جبري اېستلو، ترانزيت، سوداګري خبرې کړي او له پاکستاني لوري يې غوښتي چې د يادو ستونزو د حل په موخه اقدام وکړي.


د يادونې ده چې اسحق ډار بیا ويلي، له افغان کډوالو سره يې هېواد کې روان چلند ناوړه ندی او په خبره يې هغه برخه کې چې ستونزې شته د حل په موخه به يې اقدام وکړي.