افغانستان بانک راتلونکې شنبه ۱۵ ميليونه امريکايي ډالر ليلاموي

د افغانستان بانک پر اېکس پاڼه ليکلي، دغه بانک به د روانې مياشتې پر ۹ مه نېټه ۱۵ ميليونه امريکايي ډالر د داوطلبي له لارې وپلوري.
د افغانستان بانک له سوداګريزو بانکونو او د پولي خدماتو له شرکتونو غوښتي چې په ياده داوطلبي کې ګډون وکړي.
سرچینې ويلي، هغه څوک چې په داوطلبي کې ګډون کوي، اړ دي چې خپل حسابونه د ليلام د ورځې تر پايه تصفيه کړې.
دغه راز وړانډې ليکل شوي، د اسعارو د ليلام په داوطلبي کې قسمي تسويې ته اجازه نه ورکول کيږي او داوطلبي کې ګډون کوونکي کسان اړ دي چې د خپل ذمت د قيمت پيسې په يو ځل او نغدي ډول د افغانستان بانک ته وسپاري.
بايد يادونه وشي چې د افغانستان بانک له دې وړاندې هم ميليونونه ډالر د افغانيو ارزښت ساتلو په موخه ليلام کړي دي.