د پنجشېر تخار د ۲۸ کیلو متره سړک د جوړولو کارونه به په نږدې راتلونکي کې پیل شي

July 08, 25 Bilal ahmad Meerani

د پنجشېر ولایت ځایې مسوولانو خبر ورکړی چې د دغه ولایت له خاواک او پریان ولسوالیو څخه نیولي د تخار تر ورسج ولسوالۍ پورې د نښلوونکي سرک بودیجه منظور شوې او عملي کارونه به یې ډېر ژر پیل شي.

د مسوولانو پر وینا دغه نښلوونکی سرک چې ۲۸ کیلو متره اوږدوالی او پنځه متره پراخوالی لري ۲۷۰ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي چې د سرپرست حکومت له بودیجې څخه به ورکول شي.

د یاد ولایت مسوولانو د دې سرک جوړول یو ګټور ګام بللی او ویلي یې دي چې د دغه نښلوونکي سرک په جوړېدو سره به د دوه-درې ورځو تګ نیمې ورځې ته راکم شي.

د پنجشېر والي محمد اغا حکیم له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د دغه سرک پر جوړولو سره به د بدخشان او نورستان خلک په ډېر کم وخت کې کابل ته را رسېدلی شي.

بل پلو د پنجشېر یو شمېر اوسېدونکي د دغه سرک جوړېدلو ته خوښ دي او وایې چې د دې سړک په جوړېدو سره به د پنجشېر او تخار ولایتونه وصل شي او د نورستان او بدخشان د خلکو لپاره به هم ګټور تمام شي.

باید وویل شي چې له تېرو نږدې څلورو کالو را په دېخوا د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سرکونو جوړولو کارونه پیل شوي چې د ډېرو کارونه یې بشپړېدو ته نږدې دي.