د تېرو دوه اونیو په موده کې د اوسپنیزې کرښې له لارې زرګونه مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي

د ټولګټو وزارت خبر ورکړی چې د تېرو دوه اوونیو په موده کې د یاد وزارت د اوسپنیزې کرښې له لارې ۱۶۴ زره او ۶۷۱ مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي.
د دغه وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا انتقالات د ۱۴۰۴ ه.ش کال د جوزا له ۳۰ د سرطان تر ۱۲ نېټې پورې ترسره شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي په دې انتقالاتو کې د حیرتان بندر له لارې ۱۲۱ زره او ۶۵۵ ټنه، د اقینې بندر له لارې ۱۲ زره او ۷۴۶ ټنه، د تور غونډۍ بندر له لارې ۱۳ زره او ۵۱۲ ټنه او د خواف-هرات له لارې ۱۶ زره او ۷۴۰ ټنه انتقالات ترسره شوي چې په مجموعي توګه ۱۶۴ زره او ۶۷۱ مټریک ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد شامل دي چې هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د ټولګټو وزارت د مالوماتو له مخې د دغه انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي چې د تېرو دوه اوونیو په موده کې له هېواده دوه زره او ۹۶۰ ټنه صادرات شوي چې ډېره برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس جوړوي.
په خبرپاڼه کې راغلي “هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.”