د ټرانسپوت او هوایې چلند وزارت د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د ورښتونو اټکل کړی

July 09, 25 Bilal ahmad Meerani

د ترانسپورټ او هوایې چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو را وتلو اټکل کړی دی.

د دغه ادارې لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې سبا ورځ " پنج شنبه، د جولای لسمه" په بدخشان، نورستان، کنړ، لغمان، ننګرهار، کاپیسا، پروان، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزنی، میدان وردګو او بامیان ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو راوتلو امکان شته دی.

د سرچینې د مالوماتو په اساس د باران کچه به په بېلابېلو ولایتونو کې له ۱۰-۳۰ ملي مترو پورې ورسېږي.

د هوا پېژندنې ادارې په همدې حال کې د هېواد په شمالي، شمال ختیځو، لوېدیځو، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو د پېښېدلو اټکل کړی چې سرعت به یې په یوه ساعت کې له ۵۰-۸۵ کیلو مترو پورې ورسېږي.

د یادې ادارې لخوا دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي چې څه موده وړاندې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د ورښتونو له امله خلکو ته ګڼ مالي او ځاني درانه تلفات واوښتل.