روسيه لومړي هېواد شو چې اسلامي امارت يې په رسميت وپېژانده

July 04, 25 The Afghan Press

 وروسته له هغې چې اسلامي امارت په ۲۰۲۱ زيږديز کال کې واک ترلاسه کړ، تراوسه د کوم هېواد له لوري په رسميت نه وو پېژندل شوی، خو روسیه لومړی هېواد شو چې دغه ګام یې واخيست.
د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امير خان متقي د روسيې دغه ګام ستايلی دی.
همدې حال کې بيا د حکومت وياند ويلي، له نورو هېوادونو هم غواړو چې افغان حکومت په رسميت وپېژني.
هاخوا بيا د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويلي، کابل له مسکو سره د ترهګري ضد، نشه يي توکو سره د مبارزې او نورو برخو کې همکاري کړې ده.
روسيې ويلي، د افغان سفير باور ليک يې هم منلی دی.
د يادونې ده چې ډېری نورو هېوادونو کې افغان استازی او ديپلوماتان شته، خو لا يې هم په رسميت ندی پېژندلی.