له ایرانه راستنو شوو کډوالو ته تر دې دمه ۱۲۰ زره سیمکارتونه ورکول شوي

July 09, 25 Bilal ahmad Meerani

د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت مسوولانو ویلي چې له ایرانه راستنو شوو کډوالو ته یې د مخابراتي ستونزو د حل په موخه تر دې دمه ۱۲۰ زره بېلابېل سیمکارتونه ورکړي دي.

د دغه وزارت ویاند عنایت الله الکوزي ویلي چې د هرات په اسلام کلا پنډغالي کې د ټولو مخابراتي شبکو استازي خپل فعالیت ترسره کوي او له ایرانه راستنو شوو کډوالو ته په وړیا ډول سیمکارتونه ورکوي.

الکوزي ویلي دغه راستنو شوو کډوالو ته په اسلام کلا پنډغالي کې د مخابراتي ستونزو په برخه کې ۲۴ ساعته خدمات وړاندې کېږي.

نوموړي همداراز ویلي چې په دغه پنډ غالي کې راستنوو شوو وګړو ته هره ورځ د وړیا انټرنټ او وړیا دقیقو لرونکي شپږ زره سیمکارتونه ویشل کېږي.

د یادونې وړ ده چې له تېرې تقریباً یوې نیمې میاشتې را په دېخوا له ایرانه د افغان کډوالو د ویستلو په بهیر کې ډېروالی راغلی چې د غه چارې د کډوالو چارو د نړۍوالو بنسټونو اندېښنې او غبرګونونه را پارولي دي.