چين د روسيې‌ د هغه اقدام هرکلی کړی چې اسلامي امارت يې په رسميت پېژندلی دی

July 04, 25 The Afghan Press

د چين د دولتي رسنۍ چين ګلوبل ټايمز د راپور له مخې، د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت وياندې مايو نينګ په يوه خبري غونډه کې ويلي، هېواد له افغانستان سره د نړيوالو اړيکو د پياوړتيا ملاتړ کوي.

نوموړې دغه راز ويلي، چين نړيواله ټولنه هڅوي چې، د افغانستان بيا رغونه کې همکاري وکړي.

وړاندې ليکل شوي، چين د اسلامي امارت د بيا واک ته رسېدو وروسته اړيکې ښې ساتلي او د دوه اړخيزه اړيکو د پياوړتيا په برخه کې يې همکاري کړې ده.

د يادونې ده چې چين هم يو له هغه هېوادونو څخه دی چې د اسلامي امارت د سفير باور ليک يې منلی دی.