نوین الحق ته د اوږې د ټپ له امله د شپږ اوونیو استراحت سپارښتنه شوې

July 08, 25 Bilal ahmad Meerani

د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړی چې افغان چټک توپ اچوونکي نوین الحق ته د اوږې او پښې په برخه کې یو ځل بیا د ټپ پیدا کېدلو له امله د اړوند ډاکټر لخوا د شپږ اوونیو لپاره د استراحت سپارښتنه شوې ده.

په راپور کې راغلي چې د نوین د MRI معایناتو وروسته د نوموړي د پښې درد عادي ښودل شوی خو د اوږدې په برخه کې د توپ اچونې پر مهال د ډېر فشار راتللو له امله یې یوه پله شکېدلې ده.

نوین الحق ته د ټولو معایناتو له بشپړېدو وروسته د شپږ اوونیو لپاره د استراحت ویئل شوي او اوس مهال د انګلستان په یوه روغتون کې چې له دې وړاندې یې هم همدې روغتون کې درملنه شوې وه؛ تر درملنې لاندې دی.