کرنې وزارت د اصلاح شویو تخمونو د پېژندنې برخه کې له یوه خصوصي شرکت سره د همکارۍ تړون لاسليک کړی

هلال هډه وال د اصلاح شوو تخمونو د تولید شرکت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو څېړنو له انستیتیوت سره د اصلاح شوو تخمونو په برخه کې د هر ډول همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړی دی.
دغه ناسته کې چې د کرنې وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثمان، اداري مرستیال، د اوبو رسولو او کنالیزاسیون ریئس، د سوداګرۍ خونې سرپرست، د دغه شرکت ریئس، د هلال ګروپ مشرتابه، د کرنیزو څېړنو د انستیتیوت ریئس او د کرنیزو تخمونو د تصدیق رئیس پکې ګډون کړی و پکې ویناوالو دا تفاهم لیک یو مهم ګام بللی دی او ویلي یې دي چې دا هوکړه لیک به د کرنیز سکتور د پرمختګ، پیاوړتیا او د هېواد غذایې مصونیت لپاره به ګټور تمام شي.
د دغه شرکت ریئس حاجي حضرت ولي هډه وال پخپلو خبرو کې وویل چې، دا شرکت د هېواد په سطحه لومړنی شرکت دی چې د هایبریډ تخمونو تولید یې داخل له هېواد څخه دی.