د نورستان ۲۰ کیلو ګرامه بیروچ د نږدې دوه میلیونه افغانیو په ارزښت پلورل شوي

د نورستان ولایت ځایې مسوولانو خبر ورکړی چې د دغه ولایت ۲۰ کیلو ګرامه بیروچ د نږدې دوه میلیونه افغانیو په ارزښت پلورل شوي دي.
د دغه ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست ویلي چې یاده اندازه بیروچ د نورستان د واما ولسوالۍ د کورد درې له کانونو څخه تر لاسه شوي او د ازادې داوطلبۍ له لارې د نږدې دوه میلیونه افغانیو په ارزښت پلورل شوي دي.
د یاد ولایت د کانونو او پټرولیم ریئس سید رحیم عمیر ویلی چې دغه اندازه ډبرې په مجموعي توګه د یو میلیون او ۸۵۱ زره افغانیو په ارزښت پلورل شوي چې له دې روپیو ۱۸۵ زره افغانۍ د دولت خزانې ته تللې دي.
باید وویل شي چې له دې وړاندې هم په کنړ ولایت کې ۵۰۰ کیلو ګرامه بیروچ د ازادې داوطلبۍ له لارې د ۷۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پلورل شوې وې.