پر غزې له تېرې دوشنبې راهیسې د اسرایلي ځواکونو د بریدونو له امله ۶۰ تنه وژل شوي

April 08, 25 Bilal ahmad Meerani

د نړۍوالو رسنیو د راپورونو په اساس د اسرایلي ځواکونو لخوا نه د تېرې دوشنبې ورځې راپه دېخوا غزه کې د بریدونو له امله ۶۰ تنه مړه او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو په اساس د تېرې مارچ میاشتې له ۱۸ تاریخ د اسرایلو او فلسطین ترمنځ د اوربند د پای ته رسېدو را وروسته اسرایلي ځواکونو له ۴۰ زرو ډېر فلسطینیان له خپلو سیمو بې ځایه کړي دي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د شپږو ادارو مشرانو په بېړنۍ توګه په غزه کې د اوربند بیا نوي کېدلو غوښتنه کړې ده.

ددغه مشرانو پر وینا اسرایلو په غزه کې د اوربند له ختمېدو وروسته یواځې په لومړۍ اونۍ کې له زرو ډېر ماشومان وژلي او ټپیان کړي دي.

په همدې حال کې د فلسطین د روغتیا وزارت خبرداری ورکړی چې د اسرایلو او فلسطین ترمنځ په روانه جګړه کې تر دې مهاله ۵۰ زره او ۶۹۵ فلسطینیان وژل شوي او ۱۱۵ زره او ۳۳۸ تنه نور ټپیان شوي دي.