پر غزه د اسرایلو تازه بریدونه؛ ۲۹ تنه فلسطینیان پکې وژل شوي

د نړۍوالو رسنیو د راپورونو له مخې پر غزه د اسرایلو لخوا په تازه بریدونو کې د تېرې پنجشنبې ورځې له سهاره راپه دېخوا ۲۹ فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د الجزیرې ټلویزیون په راپور کې راغلي چې اسرایلي ځواکونو د غزې پر بېلابېلو سیمو هوایې بریدونه ترسره کړي دي چې له امله یې ګڼ شمېر فلسطینیان مړه او نور ټپیان شوي دي.
په همدې حال کې د روغتیا نړۍوال(WHO) مشر ټیډروس اډانوم ګیبر یوس خبر ورکړی چې غزې ته د مرستو د بندېدلو له امله د ناورغیو د ډېروالي او مړینو اټکل شته.
ګیبر یوس ویلي همدا مهال له لس زرو ډېر فلسطینیان اړ دي چې د روغتیا یې مرستو لپاره بهر ته ولېږدول شي.
د یادونې وړ ده چې د اسرایل او فلسطین ترمنځ په نښته کې تر دې مهاله ۵۰ زره او ۸۸۶ فلسطینیان وژل شوي او ۱۱۵ زره او ۸۷۵ نور ټپیان شوي دي.