پر غزه د اسرایلو په تازه بریدونو ۳۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د نړۍوالو رسنیو په راپورونو کې راغلي چې د اسرایلي ځواکونو لخوا پر غزه د تېرو ۲۴ ساعتونو په موده کې د بریدونو له امله ۱۶ تنه مړه او ۲۳ نور ټپیان شوي دي.
په راپورونو کې راغلي د اسرایلو په دغه تازه بریدونو کې د وژل شویو کسانو له جملې ډېری قربانیان یې ښځې او ماشومان دي.
د غزې د ملي دفاع ادارې ویاند محمود باسل خبر ورکړی چې اسرایلي ځواکونو تېره شپه د خان یوسن اړوند سیمه کې د بې ځایه شوو پر کمپونو بریدونه کړي دي چې لسګونه تنه فلسطینیان پکې وژل شوي دي.
د باسل په وینا تېره شپه د خان یونس سیمې اړوند د بې ځایه شویو کورنیو پر خېمو د اسرایلیو ځواکونو لخوا دوه توغندي وار شوي چې له امله یې ۱۶ تنه مړه او ۲۳ نور ټپیان شوي چې په مړو شوو کې تر ډېره ماشومان او ښځې شاملې دي.
نوموړي همداراز ویلي چې په همدې حال کې د بیت الاهیا په شمالي ښارګوټي د اسرایلو له خوا د بې ځایه شوو پر خېمو نور توغندیز بریدونه شوي چې له امله یې اووه تنه مړه شوي دي.
باسل همداراز ویلي چې په همدې حال کې همدې سیمې ته نږدې په یوه بل برید کې یو پلار او د هغه ماشوم وژل شوي دي.
هېره دې نه وي چې د اسرایلو لخوا پر غزې د مارچ له ۱۸ تاریخه تر اوسه د تازه بریدونو له امله سلګونه کسان مړه او ټپیان شوي دي.