راتلونکو څو ساعتونو کې عمان کې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې پیلیږي

د عمان په کوربهتوب د ایران او د امریکا د متحدو ایالتونو ترمنځ خبرې اترې به نن د شنبې په ورځ د سلواغې په ۲۳ مه په مسقط د عمان په پایتخت کې پیل شي.
دا خبرې اترې چې د ایران د اټمي پروګرام په اړه د مسلو د څیړلو او د سیمه ایزو تاوتریخوالو د کمولو په هدف ترسره کیږي، د ډېرو پام ځانته اړولی دی.
د سپوتنیک خبري اژانس د راپور له مخې د منځني ختیځ لپاره د ډونالډ ټرمپ ځانګړی استازی او د امریکايي پلاوي مشر «سټیو ویټکوف» له ایراني پلاوي سره د خبرو اترو لپاره د عمان پلازمېنې مسقط ته رسېدلی دی.
په ورته وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر او د ایراني پلاوي مشر سید عباس عراقچي هم نن سهار عمان ته تللی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د ایران د اسلامي جمهوریت مشر علي خامنه اي عراقچي ته د خبرو اترو د پرمخ بیولو بشپړ واک ورکړی دی.
رویټرز راپور ورکړی چې د خبرو اترو موده چې یوازې د اټومي مسلې په اړه وي، د امریکا په جديت او ښه نیت پورې اړه لري.
دا خبرې په داسې حال کې پیلېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ په وروستیو میاشتو کې د ایران د اټمي پروګرام پر سر د اختلافاتو او د واشنګټن له خوا د لګول شویو بندیزونو له کبله کړکېچ زیات شوی دی.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ مخکې ګواښ کړی و چې که موافقه ونه شي نو پر پوځي انتخاب به غور وکړي، خو ایران د دغو خبرو په غیر مستقیم ډول ټینګار وکړ او اعلان یې وکړ چې تر هغه چې د فشار او ګواښونو پالیسي دوام ولري، مستقیمې خبرې به ممکن نه وي.
له بلې خوا د ایران متحدینو چین او روسیې د دغو خبرو هرکلی کړی دی، کرملین اعلان کړی چې دا خبرې د کړکېچ د کمېدو لامل کېدای شي او چین له امریکا غوښتي چې په دې خبرو کې صادق وي.