امریکا د څه باندې ۱۴زره افغانانو د لنډمهالي خوندیتوب اقامت اسناد لغوه کړل

امریکا د کورني امنیت وزارت اعلان کړی چې په یاد هېواد کې له ۱۴ زرو او۶۰۰ افغانانو د استوګنې قانوني موده پای ته رسېدلې چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې د افغانستان د بحراني وضعیت له امله په دغه هېواد کې مېشت شوي وو.
ویل کېږي چې دا افغانان به د ۲۰۲۵ له مې میاشتې وروسته له امریکا څخه وایستل شي.
د امریکا د کورني امنیت وزیرې، «کریستی نوم» ویلي چې افغانستان نور د دې ملاتړ د دوام لپاره په شرایطو نه دی برابر.
بلخوا د بشري حقونو بنسټونه او د پناه غوښتونکو ملاتړې ادارې ټینګار کوي چې د افغانستان وضعیت لا هم بحراني دی او کډوالو ته بېرته ستنیدل د هغوی ژوند له خطر سره مخ کولی شي.
د پنا غوښتنې نړیوال سازمان مشرې «کریش اومارا ویگناراجا» ټینګار کړی: “افغانستان لا هم د طالبانو تر واک لاندې دی، اقتصاد یې سقوط کړی او یو جدي بشري بحران پکې روان دی. دا پرېکړه نه یوازې خطرناکه ده، بلکې هېڅ توجیه نه لري.”
د ویلو ده چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر میاشت کې د افغانستان د حکومت له سقوط او د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته له ۸۰ زرو څخه ډېر افغانان امریکا ته ولېږدول شول.