تېر کال له هېواده د ۱۶۵ میلیونه ډالرو څخه په ډېره اندازه انځر صادر شوي

April 11, 25 Bilal ahmad Meerani

د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی چې په تېر ۱۴۰۳ کال کې له هېواده بهرنیو هېوادونو ته له ۱۶۵ میلیونه ډالرو ډېر انځر صادر شوي دي.

ددغه وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېرکال کې له هېواده ۳۲ زره او ۸۱۴ ټنه انځر صادر شوي چې ۱۶۵ میلیونه ډالر قیمت یې درلوده.

خبرپاڼه زیاتوي د انځرو د صادراتو ډېره برخه هند، پاکستان، متحده عربي امارت، امریکا متحده ایالت، عمان، قطر، انګلستان، کاناډا او هالنډ هېوادونو ته صادر شوي دي.