تېرکال له هېواده څه د پاسه څلور زره ټنه وچه مېواده صادر شوې

May 04, 25 Bilal ahmad Meerani

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت خبر ورکړی چې د تېر ۱۴۰۳ کال په اوږدو کې له هېواده ۴۶۶ زره ټنه وچه مېوه چې ۶۴۳ میلیونه ډالر قیمت یې درلود صادر شوې ده.

له یاد معاونیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه وچه مېوه کې بادام، چهار مغز، جلغوزه، الوبخارا، انځر، ممیز، زردالو، انار، انګور او مڼې شاملې وې.

د سرچینې د مالوماتو له مخې له هېواده دغه ۴۶۶ زره ټنه وچه مېوه پاکستان، هند، ازبکستان، متحده عربي اماراتو او ترکیې هېوادونو ته صادره شوې ده.