تېره میاشت د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۳۰۰ زره ټنه انتقالات شوي

د ټولګټو وزارت ویلي، د تېرې مياشتې له پيله تر پايه د اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۰۶زره ۷۶۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې د حیرتان بندر له لارې (۲۳۷زره ۱۶۶) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۱۹زره ۵۵۹) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۳۹زره۷۸۶) ټنه او د خواف-هرات له لارې (۱۰۲زره۵۴) ټنه چې ټولټال (۳۰۶زره ۷۶۵) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
سرچینه وایي، د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ټرانزيټ او صادرات دي.
یاد وزارت دغه راز ویلي تېره مياشت کې (۲۹زره ۷۷۱) ټنه ټرانزيټ او صادرات شوي چې لویه برخه یې وچه مېوه اوکینو د انارو جوس دي.
ټولګټو وزارت ویلي هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.
یاد وزارت وایي چې هڅه کوي ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.