د افغانستان قزاقستان هېوادونو ترمنځ د ۱۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت تفاهم لیکونه لاسلیک کړي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی چې د افغان او قزاقي لورو ترمنځ د "قزاق-افغان سوداګریزې"غونډې پرمهال د ۱۴۰ میلیونو ډالرو په ارزښت ۱۷ تفاهم لیکونه لاسلیک شوي دي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه تفاهم لیکونه پرون ورځ(سه شنبه، د ثور دویمه) د قزاق-افغان سوداګریزې غونډې پرمهال چې له ۴۰۰ ډېر افغان او قزاقي پانګه وال پکې موجود وو په کابل کې لاسلیک شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي دغه غونډه چې پرون ورځ ترسره شوې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې د لوړولو په موخه جوړه شوې وه چې پکې د سوداګریزو اړیکو کنفرانسونه، دوه اړخیزې سوداګریزې ناستې او د دواړو هېوادونو د محصولاتو نندارتون شامل و.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د همدې غونډې په تړاو په یوه خبري ناسته کې ویلي چې په یاده غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ۲۰ تفاهم لیکونه لاسلیک شوي دي.
عزیزي ویلي په دغه ۲۰ تفاهم لیکونو کې ۱۷ د سوداګرۍ تفاهم لیکونه شامل دي چې ۱۴۰ میلیونه ډالر ارزښت لري او درې نور د ګډو همکاریو تفاهم لیکونه دي.
د عزیزي د مالوماتو له مخې دغه تفاهم لیکونه د لوژیستیک، کمیاوي سرو، درملو او د وړو د تولید په برخو کې لاسلیک شوي دي.
نوموړي همداراز ویلي چې له قزاقستان هېواد سره به د افغانستان له لوري د تزییني ډبرو، د پخو خښتو سکتور، وچې او تازه مېوې، سبزیجاتو او د غالیو برخه کې قراردادونه وشي.
نورالدین عزیزي دیادې غونډې پرمهال ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګریزو اړیکو کې ۳۲ سلنه ډېروالی راغلی او په وینا یې چې دواړه لوري پلان لري چې ددغه سوداګرۍ اندازه درې میلیارده ډالرو ته ورسوي.
په همدې حال کې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګارین ددغه نندارتون د پرانیستې پرمهال افغانستان او قزاقستان د سیمې مهم او سټراټیژیک شریکان بللي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د دغه ډول سوداګریزو غونډو جوړېدل د اقتصادي همکاریو لپاره اړین بللي دي.
باید وویل شي چې کابل کې په یاد جوړ شوي نندارتون کې ۲۵ قزاقي شرکتونو ګډون درلود.