یو شمېر کورني سوداګر غواړي د بامیانو د حاجي ګک کان کې د ۶۵۰ میلیونه ډالرو په اندازه پانګونه وکړي

May 12, 25 Bilal ahmad Meerani

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت خبر ورکړی چې د هېواد یو شمېر کورني پانګه وال غواړي چې د حاجي ګک د اوسپنې کان د یوه بلاک د سپړنې او استخراج په برخه کې ۶۵۰ میلیونه ډالر پانګونه وکړي.

دغه معاونیت پرون ورځ"دوشنبه" خبر ورکړی چې د ریاست الوزرا اقتصادي معاون ملا عبدالغني برادر پر خپل دفتر کې د دې موضوع په اړه له یو شمېر کورنیو پانګه والو سره لیدلي دي.

د دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې پانګه والو د حاجي ګک د اوسپنې کان د یوه بلاک د سپړنې او استخراج په برخه کې درې پړاونو ته د ۶۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د پانګونې لېوالتیا ښودلې ده.

پانګه والو ویلي چې دوی به له یوې بهرنۍ کمپنۍ سره په ګډه په مسلکي توګه استخراج ترسره کوي او په هېواد کې دننه به د نړۍوالو معیارونو په پام کې نیولو سره د موادو د پروسس یوه فابریکه هم رامنځته کوي.

سرچینو ویلي دغه فابریکه به په معمولي توګه هره ورځ نهه زره ټنه اوسپنه پروسس او شمش ته بدله کړي چې د دې فابریکې له جوړېدلو سره به شپږ زره تنو ته د کار کولو زمینه هم برابره او د هېواد د اوسپنې په برخه کې اړتیاوې به په بشپړ ډول پوره کړای شي.

ملا عبدالغني برادر په دې لیدنه کې ویلي چې سر پرست حکومت به له پانګه والو سره په دې برخه کې په هر اړخیزه مرسته وکړي.

نوموړي د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولانو ته لارښوونه کړې چې له دې پانګه والو سره  دې په یو ځای کار وکړي او د خپلو کارونو راپور دې ورسره شریک کړي.