تېرکال افغانستان له ایران سره څه باندې درې میلیارده ډالر صادرات او واردات کړي

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی چې تېر ۱۴۰۳ کال کې یې له ایران سره د درې میلیاردو او ۳۰۰ ډالرو په اندازه سوداګري کړې ده.
ددغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې په تېر ۱۴۰۳ کال کې د افغانستان او ایران ترمنځ د درې میلیاردو او ۳۰۰ میلیونو ډالرو په اندازه صادرات او واردات ترسره شوي دي.
جواد پخپلو خبرو کې ویلي چې په دغه سوداګرۍ کې ۵۵ میلیونه ډالر صادرات او درې ملیارده او ۳۱۱ میلیونه ډالر د وارداتو اندازه وه.
په همدې حال کې ځینو ایراني رسنیو د یاد هېواد د ګمرک ریئس له قوله خبر ورکړی چې هېواد یې د ۲۰۲۴ کال د مارچ میاشتې له ۲۰ تاریخه د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ تر ۱۸ مې نېټې د ۲,۲ میلیارد ډالرو په ارزښت غیر نفتي توکي افغانستان ته صادر کړي دي.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې افغانستان په دې موده کې ددغه هېواد پنځم لوی صادراتي هدفي هېواد و.
دا خبر په داسې حال کې ورکول کېږي چې تر دې وړاندې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولانو ویلي و چې د پاکستان له خوا د سوداګریزو ستونزو د رامنځته کېدو له امله له کراچۍ بندره د افغانستان ترانزیټ ۸۴ سلنه کم شوی و خو د عباس بندر له لارې پکې بیا ۹۵ سلنه ډېروالی راغلی دی.