کندهار کې د اته میلیونه افغانیو په ارزښت د شېدو راټولولو مرکز جوړ شوی

د کندهار ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ د یاد ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د مېلکو لبنیاتو شرکت د مالدارۍ سکتور د ودې په موخه د شېدو راټولولو مرکز د اته میلیونه افغانیو په ارزښت جوړ شوی دی.
دغه مرکز چې د ورځې پکې ۱۵ زره کیلو ګرامه شېدې راټولېږي د یوه کال په اوږدو ڪې جوړ شوی او اوس مهال ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
د کندهار د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند محمد حنیف حقمل ویلي چې په دغه مرکز کې د ارغنداب او شاوخوا نورو سیمو څخه ۳۰۰ مالدارانو ته د شېدو راټولو باوري زمینه برابره شوې او هیله یې ښودلې ده چې یاد مرکز کې به د ورځې ۱۵ زره کیلو ګرامه شېدې راټولېږي.
د حقمل پر وینا اوس مهال کندهار کې د غواګانو نږدې ۶۵۰ فارمونه شته چې ورڅخه د ورځې ۱۲۰ زره لېټره شیدې راټولېږي.
نوموړی وایې میلکو کمپنۍ ددې شیدو له منځه ۵۰ زره لیټره شیدې پروسس کوي چې دا چاره یې د لبنیاتو په صنعت کې یو مهم پر مختګ بللی دی.
په همدې حال کې د ارغنداب ولسوالۍ یو مالدار حاجي عبدالمالک ویلي چې پخوا مو د شیدو بازار نه و او ډېرې شیدې مو بې مصرفه کېدې چې ددغه مرکز په جوړولو سره مو هیله پیدا شوې تر څو شیدې مو بې مصرفه نشي او یو مناسب قیمت پیسې پرې تر لاسه کړو.
د یادونې وړ ده چې میلکو کمپنې له دې وړاندې هم نږدې څلور میاشتې مخکې د ډنډ ولسوالۍ د خوشهاب سیمه کې د ۱۰ زره ډالرو په ارزښت د شيدو راټولو مرکز جوړ کړی و چې په ورځیني ډول پکې ۱۰ زره لېتره شیدې راټولېدې.