سمنګان کې د ترافیکي پېښې له امله اته تنه ټپیان شوي

د سمنګان ولایت امنیه قومندانۍ خبر ورکړی چې د یاد ولایت مرکز ایبک او مزار شریف پر لویه لار د ترافیکي پېښې له اته تنه ټپیان شوي دي.
د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند حشمت الله رحماني رسنیو ته ویلي چې یاده پېښه پرون د جمعې په ورځ ماذیګر مهال رامنځته شوې ده.
د رحماني پر وینا پېښه د ایبک-مزار شریف عمومي سرک اړوند مارکیټ سره د سکرو سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې دوه کرولا ډوله موټرو یو له بل سره ټکر وکړ.
نوموړي د پېښې لامل د دواړه موټر چلوونکو بې احتیاطي یاده کړې ده.