افغانستان کې تېرو دريو ورځو کې ۲۰۲ روغتايي مرکزونه تړل شوي

May 28, 25 The Afghan Press

د روغیتا نړيوالې ټولنې ويلي دې چې افغانستان کې د روانې مياشتې له ۲۵مې نېټې راهيسې ۲۰۲ روغتيايي مرکزونه تړل شوي دي.

سرچينې د يادو مرکزونو د تړل کېدو لامل د بوديجې کموالی ښودلی دی.

د يادې ټولنې په خبره، دغه روغتايي مرکزونه د هېواد په ۲۸ ولايتونو کې تړل شوي چې ورسره سم ۱.۸ ميليونه کسان هم له روغتايي خدماتو بې برخې شوي دي.

يادې ټولنې دغه راز اندېښنه ښودلې کې بوديجه ترلاسه نکړي، نو د روان کال د جون مياشتې تر پایه به هغه ۸۰ سلنه مرکزونه چې دوی يې ملاتړ کوي بوديجه نلري چې له امله به يې وتړل شي.

يادې ټولنې دغه راز له مرستندويه ټولنو غوښتي چې په دغه برخه کې مرستې وکړي.