روان کال کې له کندهاره بهرنیو هېوادونو ته له ۶۲ زره ټنو ډېره وچه مېوه صادره شوې

د کندهار د اطلاعاتو کلتور ریاست پر اېکس پاڼه د یاد ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال عبدالباقي بینا له قوله لیکلي چې د روان ۱۴۰۳ ه ش کال په اوږدو کې له یاد ولایت څخه بهرنیو هېوادونو ته ۶۲ زره او ۳۱۰ ټنه وچه مېوه بهرنیو هېوادونو ته صادره شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې وچه مېوه کې تر ډېره شکر پاره، انځر او کشمش شامل دي چې ارزښت یې ۲۴۴ میلیونه، ۶۱۱ زره او ۴۰۶ امریکایې ډالر کېږي چې ډېره برخه یې هند، پاکستان، عربي متحده ایالت او امریکایې هېوادونو ته صادره شوې ده.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال وایې چې د افغانستان وچه مېوه تر ډېره د سپین بولدک اړوند د چمن او د ننګرهار اړوند د طورخم له تجارتي لارو څخه بهر ته صادرېږي.
بینا همداراز ویلي چې په هند کې د افغانستان د وچو مېوو پر صادراتو هیڅ ډول مالیه نه اخیستل کېږي.