تېر کال بدخشان کې د ترافیکي پېښو له امله سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د بدخشان ولایت ځایې مسوولانو خبر ورکړی چې تېر ۱۴۰۳ کال کې د یاد ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې د ۱۱۴ ټرافیکي پېښو له امله ۱۲۰ تنه مړه او ۱۶۷ نور ټپیان شوي دي.
ددغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند احسان الله کامګار له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې تېر کال یې په یاد ولایت کې د ټرافیکي پېښو د کموالي په موخه ۲۰۰ ټرافیکي لوحې نصب کړي.
کامګار همداراز ویلي چې تېرکال یې د موټر چلونکو لپاره د موټر چلولو درې زره او ۳۳۹ جوازونه ویشلي او دوه زره او ۱۶۰ تنه یې د ټرافیکي زده کړو له کورسونو څخه فارغ کړي دي.
دا خبر په داسې حال کې ورکول کېږي چې په هېواد کې د سږني اختر په ورځو او شپو کې د ټرافیکي پېښو له امله ۱۸۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.