کابل کې د ۱۶۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د مسافر وړونکو موټرو لپاره یو ترمینل جوړېږي

April 06, 25 Bilal ahmad Meerani

کابل کې ختیځ لور ته د مسافر وړونکو موټرو لپاره د ۱۶۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه ترمینل د جوړولو کارونه پیل شوي چې د ۱۸ میاشتو په موده به بشپړ شي.

د مسوولانو په وینا دغه ترمینل په ۷,۳ جریبه ځمکه کې جوړېږي او پکې به د وسایطو لپاره پارکینګ، اداري ودانۍ، جومات، رسټورانټ او نورې اسانتیاوې موجودې وي.

د ټرانسپورټ او هوایې چلند وزارت مالي او اداري مرستیال صدیق الله عابد په همدې تړاو جوړو شوو مراسمو کې ویلي چې یاد ترمینل ددغه وزارت په مالي لګښت د "الیاس ویس" خصوصي شرکت له خوانه جوړېږي چې کارونه به یې د ۱۸ میاشتو په موده کې پای ته ورسېږي.

عابد ویلي چې د ټرانسپورټ او هوایې چلند وزارت په تېر ۱۴۰۳ کال کې هم د هېواد په مختلفو ولایتونو کې د ۳,۸ میلیارد افغانیو دولتي بودیجې او ۳,۵ میلیارده خصوصي سکټور په پانګونه د ترمینلونو د جوړولو کارونه پیل کړي دي.

ددغه ترمینل د جوړولو خبر په داسې حال کې ورکول کېږي چې د روان  ۱۴۰۴ کال د وري میاشتې په دریمه نېټه هم د پغمان ولسوالۍ اړوند د ازغندي سیمه کې په ۹۱۴ جریبه ځمکه ګې د څه باندې یو میلیارد افغانیو په ارزښت د یوه ترمینل د جوړولو کارونه پیل شوي دي.