د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختو بارانو، واورو او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی

د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی چې په راتلونکو دوه ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د باران، واورې او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی دی.
دغه وزارت نن ورځ(دوشنبه)پر اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د روان ۱۴۰۴ کال د وري میاشتې په ۱۹ او ۲۰مه نېټه به د هېواد په هریرود، شمال، کابل، پنج امو حوزه او یو شمېر نورو سیلبرونو کې د بارانونو او شدیدې واورې ورېدلو له امله ناڅاپي سېلابونه راووځي.
د یاد وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ددغه سېلابونو له امله به د غور، بادغیس، جوزجان، فاریاب، سرپل، بلخ، سمنګان، غوربند، پنجشېر، لغمان کنړ، کابل، بغلان، تخار، کندوز او کوکچې سیندونو کې د سېلابونو د راوتلو او د اوبو د کچې د لوړوالي اټکل ورکول شوی دی.