تخار کې یو تن د خپلې میرمنې د وژلو په تور نیول شوی

د تخار امنیه قومندانۍ خبر ورکړی چې د یاد ولایت په ینګي قلعه ولسوالۍ کې یې یو تن د خپلې میرمنې د وژلو په تور نیولی دی.
د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو د دفتر مسوول قاري ذبیح الله حکیمي رسنیو ته ویلي چې تېره شپه ددغه ولایت د ینګي قلعه ولسوالۍ په مخل ګذر کلي یوه اوسېدونکي خپله میرمن د چره ییز ټوپک پواسطه وروسته له لفظي شخړې څخه وژلې ده.
د حکیمي په وینا تورن کس د تخار د امنیه قومندانۍ د منسوبینو لخوا نه نیول شوی دی.
ویل کېږي چې تر دې مهاله د پېښې علت نه دی مالوم شوی خو په اړه یې څېړنې روانې دي.