له پاکستانه په تېرو پنځه ورځو کې د افغانانو نږدې ۷۰۰ کورنۍ ویستل شوي

April 06, 25 Bilal ahmad Meerani

د سرپرست حکومت چارواکو ویلي چې د اختر له څلورمې ورځې تر اوسه له پاکستانه هېواد ته ۶۷۵ کورنۍ په جبري توګه راستنې شوې دي.

په همدې حال کې د ننګرهار د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو ریئس بازمحمد عبدالرحمان رسنیو ته ویلي چې په تېرو پنځه ورځو کې هېواد ته د تورخم له لارې ۶۷۵ کورنۍ راغلې دي او نن ورځ هم ۲۵۶ نورې کورنۍ راغلې دي.

د عبدالرحمان په وینا د راستنو شوو کډوالو لپاره یې اړین امکانات برابر کړي دي او دوی ته د خدمت کولو په برخه کې هیڅ رقم ستونزه نشته.

نوموړي همداراز ویلي چې د راستنو شویو کډوالو د لومړنیو کارونو له خلاصولو وروسته ددوی بایومټریک کېږي، وروسته بیا کمپ ته لېږل کېږي او هلته ورسره نوره  مرسته کېږي.

ورته مهال بیا له پاکستانه راستانه شوي افغانان له پاکستانه په جبري ډول د راویستلو پرمهال د یاد هېواد د پولیسو له بد چلند شکایت کوي.

په همدې حال کې یو تن افغان چې کورنۍ یې له پاکستانه په جبري ډول راویستل شوې ده رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د یاد هېواد پولیسو یې د اختر په شپه پر کور چاپه وهلې ده او دده پلار یې له ځان سره وړی دی.