د پاکستان پوځ ويلي اټوم مو يواځې دفاعي بڼه لري

May 28, 25 Hamdullah Danish

د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې ويلي دي چې دغه هېواد د اټومي طاقت په توګه يواځې له ځان دفاع کوي او اټوم يې د سولې لپاره خطر ندی.
دغه هېواد يادې څرګندونې داسې مهال کړي دي چې د ۱۹۹۸ زيږديز کال په همدې ورځ پاکستان د اټومي ځواک په توګه راڅرګند شو.
د دغه هېواد د پوځ اعلاميه کاږي، وروسته له هغې چې پاکستان اټوم جوړ کړ، سیمه کې خپل ځواک ثابت کړ.
ياد هېواد دغه راز له هغه ټولو کسانو مننه کړې ده چې پاکستان يې په اټومي ځواک بدل کړی دی.