د هند په ګجرات کې د پُل د نړېدو له امله ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د راپورونو په اساس د هند په لوېدیځ ګجرات ایالت کې یو پُل نړېدلی چې له امله یې ۱۰ تنه مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې دغه پېښه ورځ " سه شنبه، د جولای اتمه" هغه مهال رامنځته شوه چې پر پُل ګڼه ګوڼه ډېره شوې وه چې پکې ۱۰ تنه مړه او پنځه نور ټپیان شول.
د هندي رسنیو د راپورونو په اساس د پُل د نړېدو په اړه پلټنې پیل شوې دي؛ خو تر اوسه یې د نړېدلو علت نه دی مالوم شوی.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم د هند په شمال ختیځ کې د اورګاډي لپاره یو جوړ شوی پُل نړېدلی و چې ۲۶ تنه پکې مړه شوي وو.