متحده ایالاتو د سوریې د اوسني حکومت نوم د ترهګرو له لېسته ویستلی

د نړۍوالو رسنیو د راپورونو په اساس متحده ایالاتو پرون ورځ " دوشنبه، د جولای اوومه" په یوه رسمي غونډه کې د تحریرالشام (HTS) ډله چې مخکې د القاعدې اړوند یوه اسلامې ډله وه او په سوریه کې یې فعالیت کاوه د بهرنیو ترهګرو له لېسته یې نوم ویستل شوی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو نن ورځ "سه شنبه، د جولای اتمه" ویلي چې د دغه ډلې نوم د ترهګ.رۍ له لېسته ویستل " د ولسمشر ټرمپ د لیدلوري یوه مهمه مرحله ده، چې موخه یې په سوریه کې د یو موټي، با ثباته او سوله ییز هېواد جوړول دي."