امریکا کې سېلابونه؛ د مړو شمېر ۸۲ تنو ته رسېدلی او یو شمېر وګړي لا هم نا درکه دي

یو شمېر امریکایې رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد په تګزاس ایالت کې د تېرې ورځې په سېلابونو کې د مړو شوو شمېر ۸۲ تنو ته رسېدلی او ۴۱ نور وګړي لا هم نادرکه دي.
د سې بې ایس شبکې د راپور له مخې دغه سېلابونه چې د روانې جولای میاشتې په څلورمه نېټه د پنج شنبې په ورځ د امریکا د تګزاس ایالت په هیل کنټري او په ځانګړي ډول په کرکاونټي سیمه کې راوتلی وو چې لږ تر لږه ۸۱ تنه چې ۲۴ یې ماشومان دي پکې وژل شوي دي.
د راپورونو په اساس په امریکا کې دا تر ټولو ډېر زیان اړوونکي سېلابونه هغه مهال رامنځته شو چې یواځې په څو ساعتونو کې تر ۱۵ اینچو پورې بارانونه وشول او د ګودال په نوم سیند په بې ساري توګه را پورته شو او د کمپ میستیک په نوم د نجونو عیسوي کمپ یې په مکمل ډول له منځه یووړ.
په راپورونو کې راغلي چې یواځې له همدې کمپه لږ تر لږه ۱۰ نجونې او یوه ښوونکې هم نا درکه شوي دي.
ځایې چارواکو د یکشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي چې د ژغورنې او لټون عملیات لا هم دوام لري او په وینا یې چې تر اوسه یې له ۸۵۰ ډېر کسان ژغورلي دي.
باید وویل شي چې د امریکا د هوا پېژندنې ادارې هم خبر ورکړی چې ښایې د سېلابونو له امله دغه خطر نور هم ډېر شي.