د امریکا په تګزاس کې د وروستیو سېلابونو له امله ۷۸ تنه مړه شوي

امریکایې رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد په تګزاس ایالت کې د وروستیو سېلابونو د راوتلو له امله ۷۸ تنه وژل شوي چې ۲۸ تنه یې ماشومان دي.
رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی چې یاده سیمه کې د سېلابونو له امله د مړو شوو دا شمېر پرون ورځ"یکشنبه، د جولای، شپږمه" ښودل شوی وو او د دغه اژانس په راپور کې ویل شوي وو چې ښایې د قربانیانو شمېر نور هم لوړ شي.
امریکایې چارواکو ویلي چې د تګزاس ایالت سربېره یو شمېر نورو سیمو کې هم د سېلابونو له امله ۱۰ تنه مړه شوي او ۴۰ نور ورک شوي دي.
تګزاس ایالت کې دا وروستي سېلابونه تر ټولو خونړي سېلابونه بلل شوي او دغه ایالت ته ګڼ شمېر لوړ پوړو چارواکو هم سفرونه کړي دي.
د رویټرز په راپور کې راغلي چې یادې سیمې ته به د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په راتلونکو ورځو کې د یادې سیمې د وضعیت د ارزولو په موخه سفر وکړي.
باید وویل شي چې د متحده ایالاتو د هوا پېژندنې ادارې په همدې حال کې په ځینو ایالتونو کې د سختو طوفاني ورښتونو خبر ورکړی دی.