ګنګ شوانګ په ملګرو ملتونو کې پر افغانستان د لګول شوو بنذیزونو د لري کولو او د ګنکل شوې بودیجې د خلاصولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي استازي مرستيال ګنګ شوانګ د دغه سازمان په په ځانګړې غونډه کې چې د افغانستان د اوسني وضعیت د ارزولو په موخه جوړه شوې وه ويلي چې پر افغانستان لګول شوي بندیزونه دې سمدستي لري او د دغه هېواد کنګل شوې شتمې دې ازاده کړای شي.
نوموړي نن ورځ" دوشنبه، د جولای اوومه" په دغه ناسته کې ویلي چې د دغه بندیزونو دوام د افغانستان اقتصادي بیارغونې او د خلکو د ژوند د ښه کېدو پر وړاندې جدي ګواښ دی.