ایرانیو چارواکو د دغه هېواد او اسرا... ترمنځ د ۱۲ ورځینۍ ج.ګړې د قربانیانو نوې شمېرې اعلان کړي

July 08, 25 Bilal ahmad Meerani

ایرانیو رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله د ایران او اسرا... ترمنځ د ۱۲ ورځینۍ جګړې په ترڅ کې د قربانیانو نوې شمېرې خپرې کړې دي.

د مهر په نوم یوه ایراني خبري اژانس د دغه هېواد د لوړ پوړو چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د ایران او اسرا... ترمنځ په تېره شوې ۱۲ ورځینۍ ج.ګړه کې ۱۱۰۰ تنه ایرانیان قرباني شوي دي.

د ایران د شهیدانو چارو د بنسټ مشر سعید اوحدي ویلي «تر اوسه ۱۱۰۰ تنه د صهیونیستي رژیم د بریدونو په پایله کې شهیدان شوي دي، چې له دې ډلې ۱۰۶۰ تنه په ټول هېواد کې خاورو ته سپارل شوي دي.»

د اوحدي پر وینا په دغه شمېر قرباني شوو وګړو کې ۱۲۶ ښځې او ۴۱ ماشومان دي چې د اسرا... او ایران ترمنځ د ۱۲ ورځینۍ ج.ګړې په پایله کې وژ...ل شوي دي.

نوموړي همداراز ویلي چې د شهیدانو چارو د بنسټ لخوا به د قرباني شوو وګړو له کورنیو سره د هر ډول توکو مرسته کېږي.