له کندهاره پاکستان ته د نږدې ۸۰۰ پسونو د قاچاق مخه نیول شوې

June 02, 25 Bilal ahmad Meerani

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ زیاست خبر ورکړی چې امنیتي ځواکونو د یاد ولایت په سپین بولدګ او رېګستان ولسوالیو کې پاکستان ته د قاچاقېدونکو ۸۰۰ پسونو مخه نیولې ده.

د دغه ریاست ویاند محمد حنیف حقمل تېره ورځ"شنبه، د غبرګولي لسمه"ویلي ټاکل شوې وه چې د کندهار د سپین بولدګ او رېګستان ولسوالیو له لارې پاکستان ته ۷۹۰ پسونه په قاچاقي توګه واړول شي خو د دغه ولایت د امنیتي ځواکونو لخوا یې مخه نیول شوې ده.

حقمل ویلي امنیتي ځواکونه توانېدلي چې په سپین بولدګ کې د ۴۰۰ پسونو او په رېګستان ولسوالۍ کې د ۳۹۰ پسونو د چاقاق مخنیوی وکړي.

دا پسونه په داسې حال کې ګاونډي هېواد پاکستان ته لېږل کېدل چې هر کال د لوی اختر په را رسېدو سره په هېواد کې د څارویو قېمتونه لوړېږي.

د لوی اختر له را رسېدلو سره د څارویو د قېمتونو د لوړېدو په اړه د کابل ښار یو اوسېدونکي جان محمد له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د لوی اختر په ورځو او شپو کې د څارویو د بیعو د لوړوالي لامل بهرنیو هېوادونو ته د څارویو قاچاق دی.

جان محمد ویلي"لکه څنګه چې لوی اختر نږدې کېږي، بیې لوړېږي. نو غوره ده چې د پسونو د قاچاق مخه ونیول شي، ځکه که نه نو خلک به د څارویو له کمښت سره مخ شي، او حکومت باید په کور دننه نرخونه کنټرول کړي."

یو شمېر خلک بیا وایې چې د هېواد اوسني وضعیت لا له وړاندې د څارویو شمېر راټیټ کړی او قېمتونه یې مخ پورته تللي دي خو که نورو بهرنیو هېوادونو ته د څارویو د قاچاق مخنیوی ونشي نو قېمتونه نور هم لوړولی شي.