هېواد ڪې نږدې څلور میلیونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي

June 03, 25 Bilal ahmad Meerani

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق"یونیسف"پخپل وروستي راپور کې ویلي چې افغانستان کې نږدې څلور میلیونه ماشومان د یو شمېر ستونزو له امله له زده کړو بې برخې پاتې دي.

په دغه راپور کې یاده اندازه ماشومان د ښوونځیو د کافي ودانیو د نه لرلو، د پاکو اوبو د نشتون، د صحي اسانتیاو د نه لرلو او د اړتیا وړ ښوونکو او په ځانګړې توګه د ښځینه ښوونکو د نشتون له امله له زده کړو بې برخې شوي دي.

د یاد سازمان مسوولانو ویلي چې دا ډول وضعیت د افغان ماشومانو د زده کړو پر وړاندې خنډ جوړوي او د راتلونکي ځوان نسل اینده ورسره ګواښل کېږي.

یونیسف همداراز ویلي چې د یو شمېر کورنیو اقتصادي ستونزې او په ځانګړي ډول د لري پرتو سیمو د ماشومانو بې وزلۍ هم دوی له زده کړو څخه بې برخې کړي دي.