د خوست غلام‌خان بندر څخه ۳۶ ټنه بې‌کیفیته الوګان پاکستان ته ورګرځول شوي

June 01, 25 Bilal ahmad Meerani

د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست پر اېکس پاڼه لیکلي چې د دغه ریاست د نباتي قرنطین کارکوونکو له لوري د خوست غلام‌خان بندر کې له پاکستانه د ۳۶ ټنه مرض وهلو او بې‌کیفیته کچالو د واردولو مخه نیول شوې ده.

د مسوولانو پر وینا دا کچالو تر مالوماتو او تشخیص وروسته بې‌کیفیته بلل شوي او بېرته پاکستان ته و
استول شوي دي.

هېره دې نه وي چې دوه ورځې مخکې هم د همدې ریاست له لوري ۱۰۸ ټنه بې‌کیفیته کچالو بېرته پاکستان ته ورګرځول شوي.