هېواد ته د یونیسف څه دپاسه ۱۰۰ زره ټنه طبي مرسته را رسېدلې

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق"Unicef" خبر ورکړی چې په دې وروستیو کې یې د ځانګړو الوتنو پواسطه له افغانستان سره څه د پاسه ۱۰۰ زره ټنه د طبي تجهیزاتو او درملو مرسته کړې ده چې د هېواد ټولو روغتیایې مرکزونو ته به ولېږل شي.
یونیسف پر اېکس پاڼه لیکلي چې د طبي تجهیزاتو او درملو یو لوی بار چې ژوند ژغورونکي درمل او اکمالات پکې شامل دي افغانستان ته رسېدلی دی.
یونیسف ویلي دغه مرسته چې د سوېلي اسیا سیمې لپاره د نړۍوال بانک او د اسیا پراختیایې بانک په مالي ملاتړ راټوله شوې ده د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې به پر روغتیایې مرکزونو وویشل شي.