پنجشېر کې د ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ شپږ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پنجشېر ولایت امنیه قومندانۍ خبر ورکړی چې د یاد ولایت په خنج ولسوالۍ کې ترافیکي پېښه رامنځته شوې چې امله یې د یوې کورنۍ دوه تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه شپږ تنه د هرات ولایت اوسېدونکي وو او پنجشېر ولایت په چکر تللي وو چې د ترافیکي پېښې له امله یې دوه تنو ژوند بایللی او څلور نور ټپیان دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه د پنجشېر د خنج ولسوالۍ د دشت ریوت په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې موټر د تخنیکي ستونزې له امله له خپل مسیره واوښت او له نږدې ۱۰۰ متره ارتفاع څخه غورځېدلی دی.