افغانستان کې له ۴۰۰ د ډېرو روغتیایې مرکزونو د تړل کېدو خبر ورکول شوی

June 15, 25 Bilal ahmad Meerani

د روغتیا نړۍوالې ټولنې او د هغې ملګري بنسټ د "روغتیا نړۍوال کلسټر" خبر ورکړی چې د امریکا له مالي همکاریو راپه دې خوا افغانستان کې ۴۲۲ روغتیایې مرکزونه تړل شوي دي.

د یادو بنسټونو لخوا په خپرو شوو راپورونو کې راغلي چې د هېواد په ۳۰ ولایتونو کې د دغه شمېر روغتیایې مرکزونو له تړل کېدو وروسته له درې میلیونو ډېر وګړي روغتیایې خدماتو له لاسرسي بې برخې شوي دي.

په راپو کې راغلي چې له کوم وخت نه چې د امریکا حکومت افغانستان ته بشري مرستې بشپړې ځنډولي اړینو او ژوند ژغورونکو روغتیایې خدماتو ته یې لاسرسی له ډېرو منفي اغېزو سره مخ کړی دی.

په همدې حال کې نړۍوالو بنسټونو هم ویلي چې د افغانستان روغتیایې سیستم چې د لسګونو کلونو د جګړو له امله کمزوری شوی و اوس د امریکا لخوا د مرستې له بندولو وروسته له سخت بحران سره مخامخ شوی دی.