سمنګان کې د ډبرو سکرو یو کان کې څلور تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی

June 15, 25 Bilal ahmad Meerani

د سمنګان ولایت ځایې مسوولانو خبر ورکړی چې د یاد ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د یوه کان یوې برخې د نړېدلو له امله څلور کان کیندونکي وژل شوي دي.

د سمنګان ولایت مقام نن ورځ "یکشنبه، د جوزا ۲۵مه" په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه د سمنګان ولایت د دره صوف ولسوالۍ د "لیله و قوبي" سیمې په یوه کان کې رامنځته شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي چې وژل شوي کان کیندونکي د دایکندي ولایت د اشترلي ولسوالۍ اوسېدونکي وو او ویل کېږي چې له درې ورځو راپه دېخوا د دغه کان په تونل کې بند پاتې وو.

باید وویل شي چې نږدې یوه میاشت وړاندې هم د سمنګان ولایت په یوه کان کې د چاودنې له امله اووه تنه وژل شوي وو.