خوست کې د ۱۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د لسګونو پروژو د بیارغونې کارونه روان دي

June 15, 25 Bilal ahmad Meerani

د خوست ځایې مسوولانو خبر ورکړی چې د دغه ولایت په نادر شاه کوت ولسوالۍ کې د ۷۷ پروژو د بیارغونې کارونه د ۱۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت روان دي.

د خوست د کلیو بیارغونې او پراختیا ریئس عنایت الرحمان جلالي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د یادو پروژو کارونه د کلیو بیارغونې وزارت لخوا د خوست د خلکو اړتیاوو ته په کتو دوام لري چې په مجموعي توګه به پرې ۱۵۰ میلیونه افغانۍ لګښت راشي.

جلالي ویلي هڅه کوو د بنیادي کارونو تر څنګ د لري پرتو سیمو اوسېدونکو د بنسټیزو ستونزو د حل لپاره کار وکړي تر څو ستونزې یې حل او ورته د کار کولو زمینه برابره شي.

هغه ویلي «په دې پروژو کې د ولسوالیو لسګونو او سلګونو ځوانانو ته د کار زمینه برابره شوې؛ همداراز په نورو سیمو کې هم ګڼې پروژې روانې دي او هڅه کوو چې پروژې په متوازن ډول د ټولو لرې پرتو سیمو خلکو ته ورسول شي.»

له بله پلوه د خوست د نادر شا کوت ولسوالۍ اوسېدونکي له دغه پروژو خوښ دي خو له حکومته یې غوښتنه ده چې په نورو بنسټیزو برخو کې دې هم کارونه ترسره کړي.

د یاد ولایت د ځیني خېلو یو اوسېدونکي رحمت الله له رسنیو په خبرو کې ویلي چې په سیمه کې یې د سربندونو، جویو او سړکونو جوړولو ته اړتیا ده چې دغه پروژه یې دا ټولې اړتیاوې نشي پوره کولی.

د یادونې وړ ده چې تېرکال هم د خوست ولایت د مرکز په ګډون په یو شمېر ولسوالیو کې د نږدې ۱۰۰ میلیونو افغانیو په لګښت پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې وې.