بغلان کې د دوه ټرافیکي پېښو په پایله کې ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

June 03, 25 Bilal ahmad Meerani

د بغلان ولایت امنیه قومندانۍ خبر ورکړی چې دغه ولایت کې د دوه جلا ټرافیکي پېښو له امله درې تنه مړه او اته نور ټپیان شوي دي.

د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ په خبرپاڼې کې راغلي چې په لومړۍ پېښه کې یو ۳۰۳ ډوله موټر د دغه ولایت د خانجان ولسوالۍ په ګزان سیمه کې د یوه پاسو سره جنګېدلی دی.

د سرچینې د مالوماتو په اساس په دغه پېښه کې درې ښځې مړې، دوه ماشومان او یو نارینه ټپیان شوي دي.

سرچینې همدارنګه ویلي چې دویمه پېښه د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ په قره احمد سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې یو کرولا ډوله موټر له سرک څخه اوښتی او چپه شوی دی.

سرچینې ویېلي په دویمه پېښه کې په موټر کې ناست پنځه تنه سپاره ټول ټپیان شوي دي.