د هند او پاکستان د خرابو اړیکو له امله افغان سوداګر خپلو سوداګریزو توکو ته اندېښمن دي

May 04, 25 Bilal ahmad Meerani

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګه ونې خونې خبر ورکړی چې د هند او پاکستان پر پولو د تګ-راتګ د بندیز لګېدلو له امله د افغانستان سلګونه لارۍ سوداګریز مالونه د خرابېدلو له ګواښ سره مخ دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګه ونې خونې مشر خان جان الکوزي ویلي چې د افغانستان له ۱۵۰۰ ډېر کانتینرونه په واګه بندر کې پاتې دي.

د الکوزي پر وینا په دغه بندو پاتې کانټینرونو کې وچه مېوه،  سبزیجات او نور سوداګریز توکي بار دي.

نوموړي ویلي کوم واردات او ترانزیټي مالونه چې د کراچۍ له لارې له هنده هېواد ته راځي هم د پاکستان لخوا بند شوي دي چې شمېر یې له ۱۵۰۰-۲۰۰۰ کانټینرونو پورې رسېږي.