د اریوب ځایو سپینې شګې پارک د ۱۲ کلونو لپاره په قرارداد ورکول شوی

د پکتیا ولایت ځایې مسوولانو خبر ورکړی چې ددغه ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ د "سپینې شګې" په نوم یو تفریحي پارک د ۱۲ کلونو مودې لپاره په قرارداد ورکول شوی دی.
ددغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریئس مولوي سید امين هاشمې ویلي چې ددغه قرارداد له مخې به د کوټکي له بازاره تر پارکه اووه کیلو متره سرک جوړول، د اوبو منظم سیستم، ۲۴ ساعته برېښنا، سیار کلینیک او نورې اسانتیاوې رامنځته شي.
د هاشمې په وینا دغه قراردادي شرکت به د هر کال دوه میلیونه افغانۍ سرپرست حکومت ته ورکوي او په یاد تفریحي پارک کې به د ۱۲ کلونو په موده کې ۲۰۰ میلیونه افغانۍ پانګونه کوي.
بل خوا ددغه سیمې اوسېدونکي وایې چې د سپینې شګې پارک سیمه کې ګڼ شمېر ځنګلونه شتون لري او په غوښتنه یې چې د ساختماني کارونو پر مهال باید د سیمې ښکلا ته پاملرنه وشي تر څو زیان ورته ونه رسېږي.
د یادونې وړ ده چې د سپینې شګې پارک ته ګڼ شمېر داخلي او بهرني سېلانیان د تفریح لپاره راځي خو د پاکو اوبو، برېښنا، د سرک خرابوالي او مخابراتو خدماتو نشتون دوی له ستونزو سره مخامخ کړي دي.