پر غزې د اسرایلو د بندیزونو پر دوام؛ د غزې ۲۹۰ زره ماشومان د لوږې له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي

May 05, 25 Bilal ahmad Meerani

د غزې د رسنیو دفتر راپور ورکړی چې د اسرایلو له لورې غزې ته پر توکو د بندیز لګېدلو له امله غزه کې تقریباً ۲۹۰ زره ماشومان د لوږې له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

په راپورونو کې راغلي چې ددغه ماشومانو له ډلې نږدې ۳۵۰۰ هغه ماشومان دي چې عمرونه یې له پنځه کلونو کم دي او د زر مړینې له ګواښ سره مخ دي.

همداراز نږدې ۷۰ زره هغه ډله ماشومان دي چې د اسرایلو د تېرو دوه میاشتو محاصرې په پایله کې له خوارځواکۍ سره مخ دي او د غزې په روغتونونو کې بستر شوي دي.

د غزې د رسنیو دفتر د فلسطیني ماشومانو په اړه د نړۍوالو چوپتیا غندلې او یادونه یې کړې ده چې د یاد هېواد ۱,۱ میلیون فلسطیني ماشومان په ورځني ډول د خوړو له نشتون سره مخ دي، اسرایلي ځواکونه خواړه د جګړې د وسیلې په توګه کاروي او نړۍوال دغه حالت ته په کتو سره لا هم غلي دي.

غزه دا مهال د خوارکي توکو او لومړنیو موادو د کمښت له وجې د قحطۍ پر لور روانه ده.

د یادونې وړ ده چې په غزه کې مرستندویه ټولنو خبر ورکړی چې د درملنې او خوار ځواکۍ د مخنیوي سرچینې په چټکۍ سره د حتمېدلو په حال کې دې.